تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ټرمپ: امریکا ښايي ډېر ژر د ایران 'کوه کلنګ' په نښه کړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ له خبریالانو سره په مرکه کې وویل امریکا ښايي ډېر ژر د ایران په "کوه کلنګ" (چې لوېدیځې رسنۍ یې د Pickaxe Mountain په نوم یادوي) برید وکړي. کوه کلنګ تر ځمکې لاندې د تونلونو یوه ټولګه ده چې د ایران د نطنز اټومي تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري. هغه زیاته کړه: ''موږ د هر هغه کس په اړه معلومات لرو چې په کوه کلنګ کې خوځښت کوي. موږ په ټول ایران کې د خلکو د تګ راتګ په اړه معلومات لرو.''
له ګوندي ملګرو د حکمتیار غوښتنه: د طالبانو او سیاسي بهیرونو له 'ملاتړو او ستایونکو' سره اړیکي پرې کړئ
د افغانستان اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د خپل ګوند له پلویانو غوښتي، چې له هغو کسانو سره ګوندي اړیکي پرې کړي، چې د ده په وینا د طالبانو په ګډون د افغانستان د ځینو نورو سیاسي بهیرونو او ګوندونو د سیاستونو ''ستاینه او حمایت کوي یا یې غړي شوي.'' دي.
هالنډ د نړیوالې بې ثباتۍ له زیاتوالي وروسته د خپلو سرو زرو زېرمو یوه برخه لندن ته ولېږدوله
د نیدرلنډ مرکزي بانک (ډي این بي) تايید کړې چې د څو میلیاردو ډالرو ارزښت سره زر یې له شمالي امریکا څخه لندن ته لېږدولي دي. د بانک په وینا، دا پرېکړه د مخ پر زیاتېدونکو جیوپولیټیکي کړکېچونو او نړیوالې بې باورۍ له امله شوې ده.
د افغانستان مرستو بهیر کې د لاسوهنې ۳۰ قضیې ثبت شوې؛ د طالبانو حکومت یې ردوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د جولای په میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو په رسولو کې د حکومتي چارواکو لخوا د لاسوهنې ۳۰ قضیې راپور کړې دي. په دې ۱۶ ځله د پروګرامونو د پلي کولو برخه کې لاسوهنه، ۱۲ ځله تاوتریخوالی او دوه ځلې د مامورينو د تګ راتګ مخنيوی شامل دي. د طالبانو حکومت بيا دا ردوي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د انسان په بدن کې د خوګ پښتورګي ۲۷۱ ورځې کار ورکړ
په امریکا کې ډاکتران وايي د خوګ یاخنزير پښتورګي د يوه ناروغ انسان په بدن کې ۲۷۱ ورځې کار ورکړی او دا انسان ته د یوه حيوان د پښتورګي د پيوند تر ټولو اوږده موده ده. ناروغ کس چې ټېم انډريوز نومېږي وايي دې پيونده "هيله" ورکړه او له دې یې بچ کړ چې روغتون ته ولاړ شي او د ډايالېسس د ماشين په واسطه یې وينه تصفيه شي.
''یو کال کېږي په خیمو کې ژوند کوو''
په کونړ کې له خونړۍ زلزلې یو کال وروسته لا هم سلګونه کورنۍ بې ځایه دي او په خیمو کې ژوند کوي او په وینا یې د دوی تر ټولو لویه اندېښنه راتلونکی ژمي ته ده.
ټرمپ په تېره یوه سلیزه کې لومړنی ژوندی ولسمشر دی، چې پر امریکایۍ سکه یې تصویر کښل شوی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ انځور اوس پر یوې امریکايۍ سکې هم ځای موندلی او دا د هغه یو تازه اقدام بلل کېږي چې پر امریکايي بنسټونو خپله شخصي نښه پرېږدي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۵ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۴ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۴ سپتمبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۴ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.