BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ټرمپ: امریکا ښايي ډېر ژر د ایران کوه کلنګ په نښه کړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ له خبریالانو سره په مرکه کې وویل امریکا ښايي ډېر ژر د ایران په "کوه کلنګ" (چې لوېدیځې رسنۍ یې د Pickaxe Mountain په نوم یادوي) برید وکړي. کوه کلنګ تر ځمکې لاندې د تونلونو یوه ټولګه ده چې د ایران د نطنز اټومي تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري.
حکمتیار له خپلو ګوندي ملګرو وغوښتل له هغو کسانو سره اړیکي پرې کړي، چې د طالبانو په ګډون د ځینو سیاسي بهیرونو 'ستاینه او ملاتړ' کوي
د افغانستان اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د خپل ګوند له پلویانو غوښتي، چې له هغو کسانو سره ګوندي اړیکي پرې کړي، چې د ده په وینا د طالبانو په ګډون د افغانستان د ځینو نورو سیاسي بهیرونو او ګوندونو د سیاستونو ''ستاینه او حمایت کوي یا یې غړي شوي.'' دي.
د افغانستان مرستو بهیر کې د لاسوهنې ۳۰ قضیې ثبت شوې؛ د طالبانو حکومت یې ردوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د جولای په میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو په رسولو کې د حکومتي چارواکو لخوا د لاسوهنې ۳۰ قضیې راپور کړې دي. په دې ۱۶ ځله د پروګرامونو د پلي کولو برخه کې لاسوهنه، ۱۲ ځله تاوتریخوالی او دوه ځلې د مامورينو د تګ راتګ مخنيوی شامل دي. د طالبانو حکومت بيا دا ردوي.
د انسان په بدن کې د خوګ پښتورګي ۲۷۱ ورځې کار ورکړ
په امریکا کې ډاکتران وايي د خوګ یاخنزير پښتورګي د يوه ناروغ انسان په بدن کې ۲۷۱ ورځې کار ورکړی او دا انسان ته د یوه حيوان د پښتورګي د پيوند تر ټولو اوږده موده ده. ناروغ کس چې ټېم انډريوز نومېږي وايي دې پيونده "هيله" ورکړه او له دې یې بچ کړ چې روغتون ته ولاړ شي او د ډايالېسس د ماشين په واسطه یې وينه تصفيه شي.
"سېنټکام په ایران کې د واده پر مراسمو د مرګوني برید پلټنه کوي"
د امریکا اکسيوس خپرونې راپور ورکړی چې د دغه هېواد د پوځ مرکزي قومنداني (سېنټکام) د هغه پېښې پلټنه کوي چې د سې شنبې په ورځ پر ایران د امریکا د بریدونو پر مهال د يوه واده پر مراسمو کې د يو شمېر ملکي کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل وګرځېده.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
''یو کال کېږي په خیمو کې ژوند کوو''
په کونړ کې له خونړۍ زلزلې یو کال وروسته لا هم سلګونه کورنۍ بې ځایه دي او په خیمو کې ژوند کوي او په وینا یې د دوی تر ټولو لویه اندېښنه راتلونکی ژمي ته ده.
ټرمپ په تېره یوه سلیزه کې لومړنی ژوندی ولسمشر دی، چې پر امریکایۍ سکه یې تصویر کښل شوی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ انځور اوس پر یوې امریکايۍ سکې هم ځای موندلی او دا د هغه یو تازه اقدام بلل کېږي چې پر امریکايي بنسټونو خپله شخصي نښه پرېږدي.
د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر مخامخ خبرو ټینګار؛ د کابل او اسلام اباد اړیکې په ښه کېدو دي؟
د پاکستان په ملي دفاع پوهنتون کې د دغه هېواد لپاره د طالبانو د حکومت د سفیر سردار احمد شکیب وینا په خواله رسنیو کې لاس په لاس شوې او په اړه یې تبصرې هله ډېرې شوې چې د دغې وینا ویډیوګانې د افغانستان د سفارت له ایکس پاڼې ایسته شوې وې. سفارت په خپله پاڼه د سپتمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان په ملي پوهنتون کې د ښاغلي شکیب د وینا ویډیوګانې خپرې کړې وې. خو بیا یې وویل چې د دوی رسمي پاڼه کې تخنیکي ستونزه پیدا شوې او د تېرې چهارشنبې پر ورځ د پاڼې له بیا فعالیدو سره ترې دا ویډيوګانې لرې شوې وې.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۵ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۴ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۴ سپتمبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۴ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.


